خوش آمدید

جستجو

تبلیغات





پامیري ژبې

    لیکنه احسان الله پامیر

    پامیري ژبې

    کله چې علم د تاریخي ، جغرافیوي او مقایسوي تاریخي ژبپوهنې په اصولو د باختر ي  او پیرسیک ژبو تر منځه بریدونه ټاکي پامیري ژبې د باختري ژبو په لړ کې څرګند ځای نیسي . پامیري ژبې ددغې آریایي  لرغونې سیمې په غولې کې پیدا شوې ، روزل شوې دپامیر او دهغه ورڅیرمه سیمو په غیږ کې یې لا تر اوسه ځان ساتلی دی ، د ژبنیو اړیکو او خپلوی له مخې په یوه ګروپ کې ټولې پامیري ژبې راټولول یوه اصطلاح ده تر اوسه  لا دا په یقیني ډول څرګنده نه ده چې ټولې پامیري ژبې د یوې لرغونې سرچینې څخه رازږیدلې وي او بیا څانګې څانګې شوې وي او که د  آریایي ژبو څخه بیلې بیلې پاته شوې دي چې د ځانګړو څانګو په حیث یې ځان ساتلی دی  ، د پامیری ژبو متخصص مارګین سټرن د دغو ژبو سرچینه یوه نه ګڼې دی لیکي (( د ټولو پامیري ژبو له پاره د واحد فونولوژیک سیستم پیدا کول امکان نه لري ، یوازې په څو فونیټیکې خواصو کې دوی سره ګډون لري په هغې کې هم دوی کله کله سره جلا او د نورو ژبو مثلا پښتو سره په یوه کتار کې دریږي )) دلته باید یاده شي چې د مارګین سټرن له دغې نظریې نه زیات کلونه تیر شوي دي او دا وروستی نظریه نه ده ، ترهغه وخته په پامیري ژبو کې مطالعه لږه شوې وه او بیخې لږ مواد پکې راټول شوي وو مثلا یازګولیامي ژبه تقریبا څیړل شوې نه وه ، د پامیري ژبو تر مینځ فونولوژیک بریدونه نه وو ټاکل شوي په ځانګړې توګه د غږیزو پرتله هیڅ نه وه شوې ، وروسته  د ژبپوهانو او محقیقینو له خوا په دې باب ډیر مواد راټول شوی او غږیز بریدونه یې ټاکل شوي دي ، ددوی ژوره مطالعه او طبقه بندي څیړونکي ته ډاډ ورکوی چې دوی له یوې ونې بیلې بیلې څانګې او له یوې چینې څخه راپیدا شوې وبولي چې وروسته یې ځانګړی تکامل کړی دی .ددغه خپلوانو ژبو ترمینځه کله کله د فونوټیکي سیستم د سمون ناڅرګندوالی د خپل تکامل په وروستیو مرحلو کې منځ ته راغلی وي د نورو پامیري ژبو په لړ کې زیاته خپلوي د شوغنايي ژبو تر مینځه لیدل کیږي د اګروپ له ۴ ژبو څخه عبارت دی

    1)  شوغنایي ژبه

    2) روشاني ژبه

    3)بارتنګي ژبه

    4)سریکولي ژبه

    ددغه څلوروژبو سټه یوه ده چې د عمومي شوغنایي ژبو په نامه یادیدلای شي د نورو پامیري ژبو (واخاني ، اشکاشمي ، مونجاني ، یازګولیامي ) ژبو په لړکې شوغنایي ګروپ ته یازګولیامي ژبه ډیره نیږدې ده دلته باید یاده شي چې د نورو ژبو په لړ کې پښتو د مونجاني سره نسبتا زیات نیږدې والی لری چې مقایسه به یې وروته وړاندې کړو ، د آریایي ژبو محقیقین عقیده لري چې پښتو د مونجاني او پامیري نورو ژبو تر مینځ موقعت لري

    د پامیري ژبو ټاټوبی

    د ژبپوهنې په اصطلاح  د پامیري ژبو نه د اینډو اروپایي ژبو هغه آریایي ګروپ مطلب دی چې په پامیر او ورڅیرمه سیمو کې پرې خبرې کیږي داسیمې په لاندې ډول دی ، د پنج سین او د هغه د معاونینو په غاړه خصوصا د افغانستان او شوروي غرني بدخشان په سیمه کې او دهغوی سره د کشمیر په ګاونډۍ سیمه کې ، حزا د هند په شمال غرب کې او بلاخره د سینکیان په پامیري برخه کې

     

    پامیري ژبې په دې ډول دي :

    1. 1.   د شوغنايي روشاني ژبو ګروپ : د شوغنایي ، باوجووي او روشاني خوفي لهجو په شمول چې د  پنج به اودواړو غاړو او دخوف په  دره کې پرې خبرې کیږي . بارتنګي او اروشوري ژبې د پنج  د ښې معاون ، بارتنګ سیند په غاړه ، سریکولي ژبه په سین کیان کې د تاشقرغان د سیند او دهغه د معاونینو وارچې او تپنزیف په غاړه ، د تغامه او بورونګسول په درو کې ورباندې خبرې کیږي .
    2. 2.   یازګولامي ژبه : په دې ژبه یوازې د شوروي په پامیر کې او د پنج سیند د ښي معاون یازګولام په دره کې ورباندې خبرې کیږي .
    3. 3.  واخاني ژبه : د پنج په  بره خوا کې په دواړو غاړو او دکشمیر  دبرخون سیند په غاړه او دهند په شمال غرب کې د خونزه نومي سیند په غاړه ، په سین کیان کې د تاشقرغان د سیند به غاړه او دسریکولیانو په جنوبي سیمو کې پرې خبرې کیږي .
    4. 4.  اشکاشمي ژبه : د پنج سیند په هغه سیمه کې چې د لودیځ څخه د شمال په لور خپل لوری بدلوي او د افغانستان د سنګلیچه په سیمه کې ورباندې خبرې کیږي .
    5. 5.  مونجاني ژبه:د افغان پامیر د مونج  دسیند په غاړه چې د کوکچې یوه سرچینه ده همدارنګه د لوت کوه (د کونز د سیند ښې مرستیال چې ایدګا دیالیکت ورکې موجوده ده خبرې کیږي
    6. 6.  وانچې ژبه : دا ژبه په اوس وخت کې د هغه لږ شمیر کلیماتو په برکت شهرت لري چې لومړی په ۱۹۹۴ کال کې د اي اې زاروبين او بیا د روزینفلډ له خوانه وړاندې شوې وې د اژبه پخوا د پنج سیند د ښې مرستیال وانچه په غاړه موجوده وه .

    سرګولامي ژبه :ددې ژبې په اړه دڅیړونکو تخمین هم شهر ت لري چې د فیض آباد خواته دسرګولام سیند په بره خواکې موجوده ده او د پامیرې ژبو په ډله کې  شمیرل کیږي پامیري ژبې د دوو اولسونو ژبې دي چې د دوی په لړ کې خورا لوی اولس د شوغنایي روشاني ژبو ویونکې او واخانیان دي ، د شوغنایي روشاني ژبو د ویونکو شمیر د څلویښت پنځوسو زرو په شااو خواکې دی او د واخانیانو شمیر ۲۵ زرو څخه تر ۳۰ زرو پورې رسیږي په پاته ټولو پامیري ژبو یوازې څلور څلورنیم زره کسان خبرې کوي ، ټولې پامیري ژبې لیک نه لري د روانې پیړی په دیرشو کلونوکې د شوغنایې او واخاني ژبو د پاره دلیکه د منځ ته رواړلو لپاره کوښښ وشو خو مطلوبه نتیجه یې ورنه کړه په معاصر وخت کې د شوروي پامیریان په تاجیکي ژبه سریکولیان په اویګوري ژبه او افغاني پامیریان په پښتو او دري ژبه زده کړې کوي همدغه درې ژبې د پامیري بیلو بیلو ژبو ویونکو ترمینځ د افادې او استفادې ژبې هم دي ځکه خپله پامیري ژبې سره ډیرې لرې دي او دیوې ژبې ویونکي د بلې ژبې له ویونکو سره په نورو ژبو نه پوهیږي . د پامیري ژبو په لړ کې د شوغنایي روشاني ژبو ګروپ مهم ځای نیسي په دغه ګروپ کې دغه ژبې او دیالکتیکونه شامل دي :

    ‌أ)    شوغنایي

    ‌ب)        روشاني

    ‌ج)            بارتنګي

    ‌د)  اوروشوري

    ‌ه)  سریکولي

    ددغه ژبو او دیالیکتیکونو تر مینځه نیږدي والی او خپلوي تر دې حده ده چې ویونکې یې په آسانه سره یو تر بله پوهیدلای شي د دغې نیږدې خپلوی له مخې کیدای شي دغه ټولې ژبې دیوې ژبې بیل بیل دیالیکتیکونه و بلل شي خو دهغې عامې ژبې نوم نشته چې د غه ټولې یې څانګې او دیالیکتیکونه وګڼل شي دغو ټولو ژبو په ځانګړې او مساوي توګه پراختیا موندلې او یوه دبلې دیالیکت نه شو ګڼلای ، سریکولي ژبه له خپله ګروپه په لږ څه لیرې شوې ده او علت یې هم دادی ، چې تقریبا سل کاله کیږي ، چې د خپل ګروپ سره یې تماسونه شلیدلې دي. د پامیري ژبو ددغه ګروپ علمي مطالعه او پلټنه د تیرې عیسوي پیړۍ په دویمه نیمايي کې د  ر . شاو   او د  ک . ګ . زلیمان له خوا  شروع شوه .په ۱۸۹۵ کال کې د زلیمان اثر چې د ایوانوف شوغنایي قاموس نومیده خپور شو د ادهغه موادو سیستماتیکه تجزیه او تالیف وو چې د یوه پلټونکي ایوانوف نومې له خوا نه راټول شوی وو ، ددغې ژبې اساسي مطالعه او پلټنه په ۱۹۱۴ کال کې زاروبین شرع کړې او په دې باره کې د دغې ژبې د ګروپ د پوره پیژندنې ښه اساسونه کيښودل .په ۱۹۲۸ ۱۹۴۲ کلونو کې پروفیسور مارګین سټرن د شوغنایي ژبې د تاریخ په باب دوه مقالې خپرې کړې . بیا په ۱۹۵۳ کال کې د  و .س . سوکولوه له خوا د شوغنایي خصوصا د فونیټیک په برخه کې یو ډیر ښه اثر خپور شو. د همدغې محققې له خوا د شوغنایي روشاني ژبو درسته طبقه بندي هم وشوه. سربیره په دغه یادو شویو محقیقینو د شوغنایي روشاني ژبو د ګروپ په باب یو لړ نورو محقیقینو هم څیړنې او پلټنې کړې دي ، چې ددغه ګروپ ژبو مطالعه او څیړنه یې اسانه کړې ده د شاه عبدالله بدخشي (د افغانستان د ځینو ژبواو لهجو قاموس ) چې د پښتو ټولنې له خوا په ۱۳۳۹ کال کې خپور شوی دی ، د پامیر ې نورو ژبو په څنګ کې د پښتو شوغنایي په لغوي مقایسته کې ښه مرسته کولای شي .

    ګرامر ته یوه کتنه :

    د شوغنایي روشاني ژبو دګروپ ټول دیالیکتونه پرته له سریکولي د اسم ذات مذکر او مونث  کتیګوری لري ، د سریکولي او وروشوري نه پرته ددغه ګروپ په ټولو دیالیکتونو کې د جمع علامه ( ېن مجهوله ې + ن ) راغلې ده د اضافي او صفتي ترکیب په باب ددغو ګروپ ژبو ډول او طرز د نورو باختري ژبو په شان دی یانې مضاف الیه او صفت د پښتو په  شان د مضاف او موصوف تر مخه راځي ، شخصي ضمیرونه دوه ګرامري (لومړی او دویم ) حالتونه لري مګر جمع یې تغیر نه مومي .

    شوغنایي                                                                    روشاني                                                                     پښتو

    واز                                                                                  از                                                                                      زه

    ماش                                                                               ماش                                                                          مونږ

    تو                                                                                          ته                                                                                     ته

    تمه                                                                                      تمه                                                                            تاسو

    مو                                                                                         مو                                                                                ما 

    تو                                                                                        تا                                                                                        تا

    د واټن له مخې اشاري ضمیرونه درې صیغې لري :

    شوغنایي                                                               روشاني                                                        پښتو

    یو                                                                                    یا                                                                 دا

    واذ                                                                              واذ                                                             دوی

    دي                                                                                دی                                                          دغه

    مې                                                                                مای                                                            هوغه

     

    نور ضمیرونه په دې ډول دي:

    چیدوم ( کوم )

    چیز ( څه څه شي )

    چای ( څوک )

    چي ( چا ، د چا )

    ار ( هر )

    فعل : د شوغنایي- روشاني ژبو په ټولو دیالیکتونو کې فعل د ماضي او دحال دوه اساسونه موجود دي.

    د حال او مستقبل زمانه :

    لو وم                     لولم

    لو وام                     لولو

    لو وي                    لولې

    لو ویت                لولی         

      

    ماضي :

    اوم لوود                           ما لوست

    ام لوود                          موږ لوست       

    په دغه صورت متعدي فعل په ماضي کې یوازې دفاعل تغییر غواړي نور د پښتو په شان په فعل کې تغیر نه راځي .

    آدات :

    د عطف د جمع په ځای (ات، او ) راځي چې د بغلان د سره کوتل په کتیبه کې د (اوته ) په بڼه لیکل شوی دی مثلا یا پوند تیزدات سور لوود= هغه په لاره ځي او سندره وایي .

    د تابعي جملو د وصل دپاره (څه که ) راځي چې د پښتو د(چې ) منا ورکوي لکه چیر څه نه که ماش چیز خوران = کار چې نه کړې مونږ به څه خورو

    د تردید له پاره (یو یا ) استعمالیږي

    د پښتو د نو په ځای ته استعمالیږي لکه ایدته چیز لو ود = هغه نو څه وویل                       

     

     

     


    این مطلب تا کنون 7 بار بازدید شده است.
    منبع
    برچسب ها : پامیري ,شوغنایي ,ګروپ ,سیند ,پښتو ,روشاني ,خبرې کیږي ,شوغنایي روشاني ,ورباندې خبرې ,ددغه ګروپ ,مارګین سټرن ,
    پامیري ژبې

تبلیغات


    محل نمایش تبلیغات شما

پربازدیدترین مطالب

آمار

تبلیغات

محل نمایش تبلیغات شما

تبلیغات

محل نمایش تبلیغات شما

آخرین کلمات جستجو شده